په هېواد کې د اوبو کوچنیو بندونو جوړولو د خلکو اړتیا ډیره ده، چې نه یوازې د اوبو مدیریت او زیرمه کولو لپاره په برخه کې مؤثر تمامیږي ، ددې تر څنګ د خلکو په ژوند مخامخ اغېز لري او د کرنې د پراختیا، د برېښنا تولید او سېلابونو د مخنیوي لپاره هم مؤثر تمامیږي.
افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې د غوره چاپیریال ، ښه زراعت او د اوبو له کمښت د مخنیوي په برخه کې د اوبو ذخیره کولو او د اوبو کوچنیو بندونو جوړول ته اړتیا لري.
زموږ ددې اونۍ ګردی مېز د اوبو کوچنیو بندونو ته ځانګړی شوی، چې پر همدې موضوع د لا بحث لپاره درې تنه میلمانه د زراغت ریاست مشاور بهیر ګل صابري، چاپیریال پوه کریم الله منګل او بزګر کمال الدینهم په خپرونه کې لرو.
دغه خپرونه په لاندې لېنک اوریدلی شئ: