د چمن پرلت کوونکي چې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی وايي، که یې غوښتنې و نه منل شي د ټولو دولتي ادارو مخې ته به پرلت ووهي او په ټاکنو کې به ګډون نه کوي.
د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې د اوږده مهال پرلت ګډونوال د هرې ورځې په تېرېدو زغم له لاسه ورکوي.
د چمن د لغړي اتحاد مشر او د دغه پرلت سرلاری غوث الله اڅکزي د پرلت وهلو په ۱۱۴ ورځ پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې، د پاکستان حکومت په ګډون چمن د یو شمیر مشرانو، سیاسيون او دیني عالمانو له لوري تېر ایستل کیږي.