د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له ترکي سوداګرو سره په کتنه کې ویلي، چې سوداګري او صنعت بايد د سياست ښکار نه شي.
د نوموړي په خبره د سرپرست حکومت اقتصادي پاليسي له هر هېواد سره په اقتصادي موخو ولاړه ده.
په دې کتنه کې ترکي سوداګرو په افغانستان کې دهوايي ډګرونو ، برېښنا، صنعتي پارکونو او تجارتي ښارګوټو کې پانګونې لپاره خپل چمتووالی ښودلی.