خبرونه
د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ یو ځل بیا د بې اسناده کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې راتلونکی حکومت دې هم دغه لړۍ روانه وساتي. کاکړ ویلي، هغه افغانان چې پاکستان ته ورځي باید په ویزو ورشي. د پاکستان لومړي وزیر پرون د دغه هېواد د یو خصوصي ټلویزیون سره چې د ټاکنو په…
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د تېرې مرغومې میاشتې په موده کې د سپین بولدک له لارې ۴۲۱ کډوالې کورنۍ چې ۷ زره او ۵۳۵ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوي. یاد وزارت زیاتوي، چې دغه شمېر کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو او خوړو نړیوالو…
په اروزګان ولایت کې یو شمېر مېشت کوچیان وايي، روغتیايي مرکزونو ته له نه لاسرسي سربېره له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي. دوی وايي د ژمي په روان موسم کې د سړې هوا له امله یې ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي، خو دوی یې د درملنې وس نه لري. د اروزګان سیمییز مسوولین بیا د مرستندویه بنسټونو په…
د هوا پېژندنې ادارې د نړیوالو هوا پیژندنو ادارو په وړاندوینه د هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج امو په ځینو سیمو کې د نسبتا تیزو بارانونو او واورې له امله د ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی. د خبرپاڼې له مخې د واورو ویلې کیدو او بارانونو اوبو له امله د اوبو د کچې د زیاتوالي دغه…
د فاریاب ولایت د اوسپنې پټلۍ رییس د دغه ولایت له سوداګرو سره اندخوی سټيشن ته د انتقالاتو پر لېږد او د یاد سټېشن د فعالیت په اړه خبرې کړې دي. د اقینې بندر اړوند د سوداګریزو شرکتونو استازو او یو شمیر نورو سوداګرو د اندخوی سټیشن په فعالیدلو او هلته د سوداګریزو مالونو پر لېږد خوښي ښودلې او زیاته…
د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک پروژه منظوره شوه.
04 سلواغه 1402
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې د کابل ـ جلال اباد د دویم سړک د جوړولو پروژه د حق العبور په بدل کې منظوره شوه. له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې، چې د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې د…
د کرکټ ملي لوبډله له سریلانکار سره لوبې لري.
04 سلواغه 1402
له سریلانکا سره د افغان لوبډلې د ټیسټ، پنځوس اوریزو او شل اوریزو سیالیو نېټې په ډاګه شوې. له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د فبرورۍ پر دویمه نېټه به د افغانستان او سریلانکان د کرکټ لوبډلو تر منځ ټیسټ سیالۍ پیل شي چې پنځه ورځې به دوام وکړي. دواړې لوبډلې د فبروري پر نهمه، یولسمه…
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د هغو څه باندې درې میلیونه بېځایه شویو وګړو د بېرته ستنولو لړۍ پیلوي په هېواد کې د جګړو او طبیعي پېښو له کبله بې ځایه شوي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې له ۸۰ زرو ډېرې کورنۍ دې چمتو شوې چې خپلو اصلي مېنو ته بېرته…
اسلام کلا بندر کې د بېکیفیته تېلو د واردولو مخه نیول شوې
03 سلواغه 1402
د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، چې د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته د دوه ټانکره بې کیفیته تېلو د راواردولو مخه نیولې ده. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ادارې د څار په ترڅ کې دوه ټانکره تېل چې کیفیت یې د ملي سټنډرډونو خلاف و، بېرته ګرځول شوي دي. سټنډرډ ملي ادارې دا…
ایران په تېرو ۱۰ ورځو کې څه باندې۱۴ زره افغان کډوال ایستلي
03 سلواغه 1402
د راپورونو له مخې ایران په تېرو ۱۰ ورځو کې ۱۴ زره او ۴۱۴ افغان کډوال افغانستان ته لېږلي دي .د ایران فارس خبري اژانس پرون د جنورۍ ۲۲مه راپور ورکړی چې دا کسان د ایران خاورې ته په ناقانونه توګه داخل شوي وو، چې د امنیتي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو وروسته افغان چارواکو ته سپارل شوي. د…
روسیه، چین او ایران د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
03 سلواغه 1402
ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف له خولې لیکلي چې روسیه، چین، ایران او پاکستان به د روانې جنوري میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په اړه ناسته وکړي. ضمیر کابلوف د دغې ناستې اجنډا د سرپرست حکومت له چارواکو سره د ټولګډونه حکومت جوړولو او له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د…